له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو څلورمه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول.
دغه لومړیتوبونه د هېواد په کچه د کرنیزو زېربناوو جوړولو او پراختیا، د کرنې په سکټور کې د تحقیقاتو د میکانیزه کولو، د کوکنارو او نورو ممنوعه نباتاتو د بدیل معیشت ملاتړ او پیاوړي کولو، د اوبو لګولو سیستمونو د بیارغونې، د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو، د مالدارۍ او حیواني روغتیا خدمتونو د وړاندې کولو، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او پروسس کولو، د بزګرانو د مسلکي ظرفیت لوړولو او یوشمېر نورو برخو اړوند وو. دا لومړیتوبونه د افغانستان د واقعي اړتیاوو پر بنسټ مشخص شوي، څو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لومړیتوبونو شریکول خورا مهم وبلل او څرګنده یې کړه، چې په دې سره به دوی وکولای شي خپلې راتلونکې همکارۍ د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې منظم او تطبیق کړي.
له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د افغانستان اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول به د هېواد لومړیتوبونه له منابعو، مرستې به له اړتیاوو او پراختیا به له واقعي پایلو سره منظم او همغږي کړي.
