د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سهشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پنځمې برخې پروژه د بحث لپاره وړاندې شوه. له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې د پروژې قرارداد دې د قراردادي شرکت د کاري نیمګړتیاوو له امله د تصمیم نیونې په موخه تدارکاتو کمېسیون ته راجع شي، څو یې د برخلیک په اړه لازم تصمیم ونیول شي.
همداراز په دې غونډه کې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ملکیت په منډوي سیمه کې د سوداګریز مارکېټ جوړېدو طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې به اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ شي، چې شاوخوا ۱۶۲ میلیون افغانۍ پانګونه پرې کېږي او ۵۶۰ دوکانونه به ولري.
همدارنګه په دې غونډه کې یوې ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو او نړیوالو معیارونو مطابق د کارګو او پُستي خدمتونو شرکتونو د فعالیتونو تفکیک وکړي او راپور یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې او په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.
پورته پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله تعالی دفتر ته واستول شوې.
