ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې له ایراني لوړپوړي هیئت سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۹:۲۰
iran

نېټه: د 2021 کال د نومبر 15مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء د لومړي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړي هیئت د اسلامي جمهوري ایران له یو عالي هیئت سره وکتل. په یاده مهمه لیدنه کې پر سیاسي، تعلیمي، اقتصادي، مالي، اوبو او انرژۍ، د فوائد عامه پر امورو، د مهاجرینو پر چارو، د ولاړو پروژو پر بیا پیلېدلو او یولړ نورو موضوعاتو بحث وشو.

په دغه لیدنه کې په افغانستان کې رامنځته شوی فرصت مهم وبلل شو او ټینګار وشو چې باید په پوره ډول استفاده ترې وشي.

محترم ملا صاحب د مهاجرینو د کوربهتوب له امله له ایران هیواد څخه مننه وکړه او دواړو لوریو د دوو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر لا پیاوړي کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS