الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند له جبرائیل عمر سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۱۴:۵۶
۹۲

نېټه: 2022، اګسټ 20مه

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د پخواني امریکايي پوهنتون له استرالیایي استاد جبرائیل عمر سره وکتل.

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال جبرائیل عمر ته افغانستان ته د ښه‌راغلاست ویلو تر څنګ، نوموړي ته د اسلام پر مبارک دین باندې د مشرف کېدو مبارکي هم ورکړه او دا یې د ده لپاره ویاړ او نېکمرغي وبلله.

جبرائیل عمر په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمېدو خوښي څرګنده کړه او وویل، الله تعالی پر افغانانو خپل لوی نعمت پیرزو کړئ، چې له شلو کلونو وروسته یې په هېواد کې شرعي نظام حاکم او بشپړ امنیت تأمین شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS