له ازبیکستان سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د برېښنا څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۴۹
له ازبیکستان سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د برېښنا څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۶مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او ازبیکستان ترمنځ د برېښنا څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول. د دې قراردادونو د لاسلیک پرمهال د ازبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمودوف  هم حضور درلود.

په دې پروژو کې  د ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د سرخان – دښت الوان ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي، د ۸۰۰ مېګاولټ امپير په ظرفیت د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا، د ۸۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د کابل – شیخ مصري ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي او د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د ننګرهار شیخ مصري سب سټېشن جوړولو پروژې شاملې دي، چې د ازبیکستان له لوري پرې شاوخوا ۲۴۳ میلیون ډالر پانګونه  کېږي. د دې پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان له ازبیکستان څخه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي، چې چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې تکمیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د. . .

BACK TO NEWS