د کبانو سکټور د پراختیا طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۳:۷
د کبانو سکټور د پراختیا طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کبانو سکټور د پراختیا طرحه او همداراز د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوې.

له هراړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت د نظر په پام کې نیولو سره د کبانو سکټور د پراختیا طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې په ټول هېواد د کبانو روزنې ۷۷۰۰ فارمونه جوړیږي، چې تر ۹۰ سلنې به د کبانو غوښې په برخه کې د هېواد اړتیا پوره او ۳۰۰ زره هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي. یاده طرحه د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا پر پالیسۍ هم بحث وشو. له هراړخیز بحث وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په دې پالیسۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظرونه ځای پرځای او نهايي بڼه یې د تخنیکي کمېټې راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Background image

په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۵:۴۸
Background image

لوګر کې د څلویښت میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په نهمه نېټه د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د څلویښت میګاواټه لمریزې. . .

BACK TO NEWS