صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۰:۵۹
صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره په صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیستم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. د دغه طرحې له مخې به په صادراتي اسنادو کې له جعل څخه مخنیوی وشي، د صادراتو وخت او لګښت به راکم شي، د صادراتو د تضمین اعتبار به زیات او په مجموع کې به د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS