په بلخ ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۳۲
په بلخ ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۴مه  په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مارکېټ جوړولو او همدا راز د مایع ګاز  صنعت طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. همدارنګه د مایع ګاز د صنعت په اړه د ایراني پانګوالو له لوري د وړاندې شوې طرحې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادې طرحې په اړه له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته په ټاکلې نېټه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS