د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال  د قطر د امیر له سلاکار محمد المسند سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۸:۲۷
Al Musnad

نېټه: د 2022 کال د جون 9مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر د امیر له سلاکار محمد المسند او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل. محمد المسند په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو خوښي وښوده او ویې ويل، هيواد يې ژمن دی چې له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د يوه ملګري هېواد په توګه خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.  نوموړي زياته کړه: اوسمهال په افغانستان کې امنیت تأمین شوی، خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او نور د دې وخت رسېدلی چې نړۍ ته د افغانستان حقيقي تصوير وښودل شي. د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال د قطر له همېشنیو همکاريو مننه وکړه او ویې ویل، افغانستان د ځان بسياينې پر لور ګامونه اخلي او د قطر په ګډون د نړۍ له هېوادونو سره د پياوړو اقتصادي او سياسي اړيکو غوښتونکی دی. ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او قطر کولی شي دلته د اوبو بندونو جوړولو، د کانونو استخراج او د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

*د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه*

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS