محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

masih_admin
Fri, May 22 2026 6:42 PM
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال ازبیک مسوولینو وویل، غواړي په نایب اباد سټېشن کې د یو نیم کیلو متر په اوږدوالي د اوسپنې پتلۍ نوې کرښه او د دې کرښې په اوږدو کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره څو ګدامونه جوړ کړي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دا هڅه وستایله او د ټولګټو وزارت مسوولینو ته هدایت وکړ، څو یې تخنیکي او ساختماني چارې په ګډه له ازبیک لوري سره پرمخ یوسي. د دې کرښې او ګدامونو په جوړېدو سره به د حیرتان بندر ظرفیت زیات او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.

Latest news

Sun, May 24 2026 10:25 AM
Background image

Proposals for Construction of Three Commercial Markets in Kabul City Deemed Approvable

A regular meeting of the Inter-Ministerial Investment Committee was held on May 23, 2026, at the Marmarin Palace. During the meeting, the proposal for the construction of three. . .

Thu, May 21 2026 12:25 PM
Background image

The Fifth Section of the Hairatan–Mazar-e-Sharif Railway Has Been Reactivated

Today, Thursday, May 21, 2026, the Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, inaugurated the reactivation of the fifth section of the Hairatan–Mazar-e-Sharif. . .

Thu, May 21 2026 10:20 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Visited Hairatan Port

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, accompanied by a delegation, visited Hairatan Port in Balkh Province on May 20, 2026.

During the visit,. . .

BACK TO NEWS